د هندوستان هېواد له لوري د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په لړ کې تازه دوه نیم ټنه مواد کابل ته را رسېدلې دي. د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د هندوستان هیواد له لوري د افغانستان له خلکو سره د مرستو په لړ کې یاد هیواد تازه دوه نیم ټنه مواد، چې ادویه او البسه په کې شامل دي کابل ته را رسېدلې دي. نوموړي زیاته کړې ده چې ا.ا د دا ډول بشردوستانه مرستو هرکلی کوي او هیله لري چې نور هېوادونه هم له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې ملګرو ملتونو څه موده وړاندې د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی و او له مرستندویه بنسټونو او هېوادونو څخه یې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې وه.
































