د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د افغانۍ ارزښت لوړوالي په موخه د راتلونکې کب میاشتې په لومړۍ نېټه د یوې ازادې دواطلبۍ له لارې لس میلیونه ډالر لیلاموي. یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په شرایطو برابر شرکتونه او صرافان کولی شي په دې دواطلبي کې برخه واخلي. د افغانستان بانک زیاته کړې ده چې د ډالرو له لیلام څخه یې موخه د افغانۍ ارزښت لوړوالی دی او دوی به په بازارونو کې د افغانۍ د ثبات لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې د امریکا له لوري پر افغانستان د مالي فشارونو له امله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بېسارې توګه ټیټ شوی دی چې ورسره په بازار کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي او دې چارې عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي.
































