ارګ کې سرچینې وایي چې د ولسمشرغني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت جوړولو پریکړه د دواړو لورو له خوا ومنل شوه او ژر به د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه اعلان شي، ددغه پریکړې له مخې عبدالله ته په حکومت کې پنځوس فیصده ونډه ورکړل شوې، عبدالله به دغه راز د سولې د ملي مصالحې د شورا رییس،تشریفات او پروتوکول به یې له ولسمشر وروسته د هیواد د دویم کس په شان او دفتر به یې سپیدار ماڼۍ کې وي، دغه راز به د ولسمشر مخکیني مرستیال جنرال دوستم ته په دغه مراسمو کې د ولسمشر له خوا سمدستي د مارشالۍ رتبه هم ورکول کیږي.
































