د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین اعلان وکړ چې سر له سبا د کرونا وبا د مخنیوي په موخه روسیه کې اعلان شوې رخصتي پایته رسیږي او سبا د مې په دولسمه نیټه به په ټوله روسیه کې حکومتي او خصوصي ټول فعالیتونه بیرته پیلیږي، پوتین دغه راز وویل چې د کرونا وبا څخه د ځان ساتنې په موخه دې ددغه هیواد د روغتیا وزارت تازه لارښوونو ته هم جدي پام وشي.تر دې دمه ټوله روسیه کې تر دوه سوه زره زیاتې مثبتې پیښې ثبت شوې چې تر دوه زره تنو زیات کسان یې مړه کړي دي.
































