امریکا وايي د افغانستان له نوي حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو اړتیا ده او ددې موخې لپاره د خبرو دوام حتمي دی. دده په وینا له نوي حکومت سره دیپلوماسي او د خبرو دوام د ټولو اړخونو په ګټه دی نو ځکه یې ادامې ته لومړیتوب ورکوي. ټام وېسټ دغه راز ټینګار کوي چې په حکومت کې د ښځینه وو ګډون او د ټول ګډونه حکومت رامنځ ته کول چې ټول وګړي پکې خپل ځان وویني د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي چې نوی حکومت یې مراعاتولو ته رابولو. امریکايي ديپلومات داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت په ځلونو ویلي دوی ټولشموله حکومت جوړوي او د یوه پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره یې خپلو مشورو ته ادامه ورکړې ده.
































