ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې شاوخوا ۹۵ سلنه وګړي دمګړی کافي خوړو ته لاسرسی نه لري. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې بېوزلي لا له مخې خپره شوې وه، خو اوس لوړه سلنه افغانان له خورا سختې لوږې سره مخ دي. سرچینه وایي چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۵ سلنه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او دا سلنه مخ پر لوړېدو ده.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د لوږې او بېوزلۍ له امله په افغانستان کې بشري ناورین نور هم رېښې ځغلوي او د نړیوالو بې پروايي په دې برخه کې د زغم وړ نه ده. ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ډېر ژر په لندن کې د ملګرو ملتونو او برېټانیا په کوربه توب افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د راټولولو په موخه کنفرانس جوړ شي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان د مدني ټولنې استازي هم ګډون کوي.
































