روغتیا وزارت کې سرچینې وایي چې د کرونا وبا څخه د مخنیوي په موخه هیواد کې را منځته شوی روان کرنتین له اختر وروسته بیا نه تمدیدیږي او روانه رخصتي به هم نوره پایته ورسیږي، سرچینه وایي چې وزارت د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو سپارښتنو پر بنسټ له کرونا وبا څخه د هیوادوالو د مخنیوي په موخه تازه کړنلاره تر کار لاندې لري چې، ژر به د حکومت له مشرتابه سره شریکه شي او د حکومت د مشرتابه تر غور او کتنې وروسته به کرنتین او عمومي رخصتي پایته ورسیږي او دغه پریکړه به هم په رسمي توګه اعلان شي.
































