د افغانستان ا.ا د صفونو د تصفیې کمیسیون نن په رسمي توګه خپله دنده پای ته ورسوله او د ا.ا نظامي لیکې یې د نامطلوبو کسانو له شتون څخه پاکې اعلان کړې. د یاد کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، چې د ا.ا د لیکو له تصفیې سره سم د دغه کمیسیون دنده هم پای ته رسېدلې ده. نوموړي زیاته کړې ده چې د نظامي ارګانونو په چوکاټ کې د شکایاتو او همغږۍ کمیسیون موجود دی او له دې وروسته به له لیکو څخه د ایستلو شویو کسانو څارنه او بېرته د امنیتي ځواکونو لیکو ته د یادو کسانو مخنیوی د همدې کمیسیون پر غاړه وي.
































