د ناروې حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغانستان سره د څه کم لس میلیونه ډالر بشري مرستې ژمنه کړې ده. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې افغانستان له یو بې ساري بشري ناورین سره لاس او ګریوان دی. د هغې په خبره، دا مرسته به د ناروې د بشري سازمانونو له لوري پر اړمنو خلکو ووېشل شي. د یادونې ده چې د امریکا له لوري د افغانستان ملي شتمنۍ تر کنګل کېدو وروسته افغانستان له بشري بحران سره مخامخ شوی دی او مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی دی چې که چېرته امریکا د افغانستان پیسې ازادې نه کړي نو دغه هېواد به له یو بې ساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.
































