د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وایي چې لویدیځ ځانګړې توګه امریکا دې د طالبانو په خاطر میلیونونه افغانانو ته سزا نه ورکوي. نوموړي د المان مونیخ ناستې ته په خبرو کې ویلي چې لویدیځ باید د افغانستان لپاره یوه عملي تګلاره پر مخ بوځي. د هغه په وینا، په افغانستان کې تر ۳۵ میلیونه ډېر وګړي په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او امریکا نباید د یو شمېر خلکو په خاطر ټولو افغانانو ته سزا ورکړي. د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن څه موده وړاندې د افغانستان له څه کم لس میلیارده ډالر مالي شتمنۍ څخه ۳.۵ میلیارده یې د سپټمبر پېښې قربانیانو باندې د وېشلو لپاره ځانګړي کړي دي چې د نوموړي دې پرېکړې په کور دننه او بهر توند غبرګونونه را پارولي دي.
































