وروسته تر هغه چې پر پاکستان د امریکا د دواړو مجلسونو د اعتماد کچه صفر ته راټیټه شوه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چې هېواد یې د پورونو له امله له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی اوس یې د پوتین لمن نیولې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به لومړی وزیر عمران خان له پوتین سره د لیدنې په موخه مسکو ته سفر وکړي. اعلامیه کاږي چې د عمران خان د دې سفر اصلي اجنډا په نړیوالو او سیمه ییزو مسائلو کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پراختیا ده. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پر داسې مهال مسکو ته سفر کوي چې د اوکراین پر سر د روسیې او امریکا اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي.
































