د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۴۲۴۶۷۹۵ کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۲۸۶۷۴۰ کسه یې مړه شوي دي. په امریکا کې د اخته کسانو شمېر ۱۳۸۴۰۳۳ کسانو ته رسېدلی دی همدا راز تر دې دمه ۸۱۷۰۳ کسه د کرونا له امله په دغه هېواد کې مړه شوي دي. هسپانیا، برېتانیا او روسیه په ترتیب د اخته کسانو له اړخه دویم درېیم او څلورم ځای لري. په برېتانیا کې د مړو شوو کسانو شمېر ۳۲۰۶۵ ته رسېدلی دی. په ایټالیا کې ۳۰۷۹۳، په هسپانیه کې ۲۶۷۴۴، په فرانسه کې ۲۶۶۴۳، په المان کې ۷۶۶۱ کسان تر دې دمه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
































