اتصالات مخابراتي شبکې د اپلېکېشنونو د سرعتو معلومولو په نړیوالې وېب پاڼې کې د ۲۰۲۱ م کال د موبایل د چټکې شبکې جایزه او لومړی مقام تر لاسه کړ. دغه مقام د ۱۸۹۱۰ ازموینو د تجزیې او تحلیل په پایله کې چې د پېرودونکو لخوا پکې د انټرنېټ سرعت کتل شوی اتصالات مخابراتي شبکې ته ورکول شوی دی.
د اتصلاتو مخابراتي شبکې اجراییوي رییس محمد عثمان وایي، دوی ژمن دي، چې خپلو پېرودونکو ته به د غږ او انټرنېټ په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې له ستونزو او ننګونو سره سره دوی توانېدلي، چې خپلو مشتریانو ته په اړونده برخه کې خدمتونه وړاندې کړي او دوی په اړیکه کې وساتي. دغه شبکه په پام کې لري، چې د هېواد په لرې پرتو ولایتونو کې هم ټولو هېواد والو ته د 3g خدمتونه وړاندې کړي.
اتصالات نړیواله مخابراتي شبکه ده، چې په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې یې په افغانستان کې هم خپل فعالیت پیل کړ. دغه شبکه د ملیونونه مشتریانو درلودلو تر څنګ په ۲۰۲۱ کال کې وتوانېده چې د موبایل شبکې او د انټرنېټ د چټک سرعت په برخه کې لومړی مقام هم خپل کړي.
































