د اوکراین کړکېچ شېبه په شېبه مخ پر پراختیا دی. تازه ځينې نړیوالې رسنۍ وایي چې روسیې په اوکراین کې پر ځینو برخو هوایي بریدونه کړي دي. بلخوا اوکراین بیا د یوې روسي الوتکې د غورځولو ادعا کړې ده. ځینې خبریالان وایي، پوتین له اوکرایني پوځ غوښتي چې خپلې وسلې وغورځوي او کورونو ته لاړ شي. ورسره جوخت په نړیواله کچه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ټکر اندېښنې هم پراخې شوې دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر روسیه او اوکراین بحث روان کړی دی او بایډن بیا د جي اووه هېوادونو د غونډې پر جوړېدو ټینګار کړی او وایي باید ژر د پوتین په اړه خپل دريځ روښانه کړي. پوتین بیا د تل په څېر خپل ورځني رسمي کارونه پيل کړي او ټاکل شوې چې نن د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیده کاته ولري.
































