د سالنګ لویه لار د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وایي چې له پرون مازدیګر راهیسې په سالنګ کې د واورو ورېدل پیل شوي چې له کبله یې د لنډمهال لپاره دغه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.. د سرچینې په خبره تر راتلونکې اطلاع پورې به چا ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي. د سالنګ لویه لار د افغانستان ګڼ شمالي ولایتونه مرکز کابل سره نښلوي چې ډېر وخت د ژمي په موسم کې د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.
































