د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر په اوکراین کې د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د جګړې اصولو او د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پیټر موریر وایي، د اوکراین د خلکو په فکر کې دی، هغه خلک چې نن د جګړې له زیاتوالي سره له خوبه پاڅېدل. هغه یادې جګړې ته په اشارې وایي، دا جګړه ناڅاپي پیل شوه، د اوکراین خلک په څو دقیقو کې اړ شول چې د یو امن پناه ځای موندلو لپاره په ناهیلۍ سره خپله سیمه پرېږدي. ده وویل چې د سره صلیب نړیواله کمېټه د اوکراین د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او مرستندویه ډلې یې کار کوي چې له اړو خلکو سره مرستې وکړي. هغه غوښتي چې د جګړې اړخونه د جګړې اصولو ته درناوی وکړي، د ملکي وګړو او بندیانو ساتنه وشي او هغه بنسټونه فعال پرېښودل شي چې د کورونو، ښوونځیو او طبي تاسیساتو اړوند چارې ورسره تړلې دي.
































