امریکا د افغانستان پر سوداګریزه برخه او خصوصي سکتور خپل مالي بندیزونه لغوه کړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه هېواد د ماليې وزارت افغانستان کې د بشردوستانه مرستو ددوام او اقتصادي کمزورۍ د مخنیوي لپاره تازه جواز صادر کړی دی.
سرچینه وایي چې د دې جواز له مخې د افغانستان سوداګریز نظام، خصوصي سکتور، بانکونه او مخابراتي برخې له دې وروسته له هېڅ ډول مالي محدودیت سره نه دي مخ او په ازادانه توګه د نړۍ له نورو بانکونو او اداراتو سره مالي راکړو ورکړو ته ادامه ورکولی شي.
په دې جواز کې له ځينو دولتي اداراتو هم بندیزونه لرې شوي او ویل شوي چې سوداګر او نړیوال بانکونه په ازادانه توګه له دوی سره راکړه ورکړه کولی شي. له دې سره جوخت به نور د افغانستان بانکي سیستم د پخوا په څېر له نړیوالو بانکونو سره وصل وي او خپلو فعالیتونو ته به ادامه ورکوي.
































