د اوکراین په پلازمینه او شاوخوا کې لا هم د درنو جګړو راپورونه ورکول کېږي. په سیمه کې خبریالان وایي چې ټوله شپه پر کیف د توغندیو بریدونه شوي دي او د ښار په بېلابېلو برخو کې د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ د جګړې غږونه اورېدل شوي.
له دې سره جوخت سپينې ماڼۍ له کانګریس د ۶،۵ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده څو د اوکراین بحران مدیریت کړي. سپينه ماڼۍ وايي دا پیسې به د بهرنیو چارو وزارت په واک کې ورکول کېږي او دوی به د اوکراین له حکومت سره د ناورین په مدیریت کې همکاري کوي.
همدا راز ویل شوي چې د اوکراین خلکو ته باید ژر تر ژره بشردوستانه مرستې ورسول شي.
































