د لوړو زده کړو وزارت له پرېکړې سره سم د هېواد په ولایتونو کې پوهنتونونه پیل شول. دغه بهیر لومړی له ګرمسېرو سیمو پیل شو چې له نږدې شاوخوا اتو میاشتو وروسته محصلین پوهنتونونو ته وروګرځېدل. د پوهنتونونو محصلینو، خوښي ښودلې چې له اوږده ځنډه وروسته خپلو زده کړو ته بیا دوام ورکوي. دوی وايي چې پوهنتونونو کې د زده کړو د بیا پیل لپاره يې شېبې شمېرلې. د تېر حکومت له پرځېدو وروسته دولتي پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ وتړل شول.
































