د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې ډېر ژر به په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه ناسته جوړه شي. هغه زیاته کړې ده چې په دې ناسته کې به په افغانستان کې پر روان بشري او اقتصادي ناورین بحثونه وشي. قریشي څرګنده کړې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به هم په یاده ناسته کې ګډون وکړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی ته د افغانستان سوله او ثبات لومړیتوب لري او په دغه ګاونډي هېواد کې د وضعیت خرابوالی د ځان پر زیان هم بولي او هڅه یې دا ده چې د سیمې او نړۍ په مرسته افغانستان له اقتصادي او بشري بحران څخه وژغوري.































