د هند د مرسته شویو غنمو له ډلې ۲۵۰۰ ټنه غنم افغانستان ته را رسېدلې دي. د هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هند له خوا۲۵۰۰ ټنه مرسته شوي غنم، نن د پاکستان له لارې ننګرهار ولایت ته را رسېدلي دي. هند له افغانستان سره ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کړې چې لومړنۍ جوپه یې نن افغانستان ته را رسېدلې ده او نور به په نږدې راتلونکي کې کابل ته را ورسېږي. هند په دې وروستیو کې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې اعلان وکړ، پاکستان اجازه نه ورکوله چې د دغه هېواد له لارې د هند مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسېږي خو څو ورځې وړاندې هندي رسنیو راپورونه ورکړل چې پاکستان د دغې مرستې د لېږد برخه کې د همکاریو ټټر وهلی دی او ژر به دا مرسته افغانستان ته ورسېږي.
































