په اوکراین کې د جګړو له دوام سره هممهاله د ناټو ځینو غړو هېوادونو له دغه هېواد سره د وسلو او بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده. په تازه خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې آلمان او هالنډ اوکراین ته د ټانګ او طیارې ضد مزایل ورکوي او دغه راز بشردوستانه مرستې هم به رسوي. آلمان وایي چې اوکراین ته به د ټانک ضد زر او د الوتکې ضد ۵۰۰ سټینګر مزایل ورکړي. همدا راز هالنډ هم د خپل هېواد له پارلمان غوښتي چې اوکراین ته د ۲۰۰ سټینګر مزایلو ورکړه تایید کړي. بلخوا ناټو سازمان ویلي چې ګڼ نور هېوادونه به هم ژر خپلې مرستې له اوکراین سره اعلان کړي.
































