د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې سپین بولدک-چمن لویه لار بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده. د چارواکو په خبره دا لار چې څلور ورځې وړاندې د دواړو لوریو د مسافرو پر مخ د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه نن بېرته پرانیستل شوې ده. د یادونې ده چې دا لار د تېرې پنجشبنې په ورځ د ا.ا ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ تر جګړې وروسته وتړل شوه چې دې چارې د کرښې دواړو غاړو ته مسافر ځانګړې توګه ناروغان له سختو ستونزو سره مخ کړي وو.
































