په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ملګرو ملتونو او ټولو اداراتو ته یې ویلي چې د روسیې شاوخوا ۱۱ ديپلوماتان باید ژر تر ژره له امریکا و ایستل شي. دغه ديپلوماتان چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې په دایمي استازولۍ کې کار کوي په جاسوسۍ تورن شوي دي. امریکا وایي چې یاد کسان په امریکا کې د اوسېدو له حق ناوړه استفاده کوي او جاسوسي یې کړې ده. دوی باید د راتلونکې میاشتې تر اوومې نېټې له امریکا ووځي. دې مسئلې د روسیې غبرګون پارولی او هغه یې غیر قانوني اقدام بللی دی.
































