د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په لغمان کې پر افغان ځواکونو د تېرې ورځې برید غندلی دی او په خبره یې نړیوال باید د طالبانو پر دغه ډول کړنو غبرګون وښيي. دده په خبره نړیوالو ته په کار ده چې د طالبانو له لوري د سولې هوکړې ماتېدل او همدا راز ددغه ډلې روان تاوتریخوالي ته ښکاره دریځ ولري. د صدیقي په خبره د طالبانو دغه ډول بریدونه ښيي چې دوی سولې ته لېوالتیا نه لري. وسله والو طالبانو تېره ورځ د لغمان په الیشینګ کې د افغان ځواکونو پر پوستو او کاروان وسله وال برید کړی و. ویل کېږي چې په پېښه کې ۲۷ افغان پوځیان وژل شوي دي.
































