د الماني رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد دفاع وزارت غواړي چې افغانستان ته نوې هېرون ټي پي ډوله بې پيلوټه الوتکې ولېږي. دفاع وزارت دمګړی دغه طرحه د المان پارلمان ته سپارلې ده او ددوی ترمنلو وروسته به عملي کېږي. دغه الوتکې تر ډېره په هوا کې پاتې کېدای شي، واضح انځورونه لېږدولی شي، وسلې کارولی شي او د جګړې په ډګر کې ترې د بریدونو لپاره استفاده کېدلی شي. المان ویلي په دې سره به یې په افغانستان کې ماموریت لا دقیق او بریالی وي. الماني ځواکونه دمګړی د هېواد په شمال کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي. دوی د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت مخ ته وړي.
































