د افغانستان نوی حکومت وایي، مسلکي کادرونه او ځوانان دې له خپل هېواد نه وځي. د رییس الوزرا لومړي مرستیال مولوي عبدالغني برادر نن د دوحې هوکړې د دویمې کلیزې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان دمګړی خپلواک دی او د هېڅ هېواد تر اغېز لاندې نه دی. نوموړي وویل له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ټولو مثبتو طرحو ته ښه راغلاست وایي. هغه په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د پوهنتونو او مسلکي زده کړو د مرکزونو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي او د هېواد کادرونو ته نه ده په کار چې له خپل هېواد ووځي. دده په وینا د دې هېواد جوړول د افغانانو ګډ مسوولیت دی او د افغانستان ا.ا ټولو رغنده نظرونو او طرحو ته ارزښت ورکوي. هغه پر ځوانانو غږ وکړ چې زده کړو ته د دوام ورکړي ، ځانونه د ساینس، ټکنالوژۍ او نورو مسلکونو په برخه کې ورسوي.
































