د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت مرستیال ارسلاح خروټي یوې خبري ناستې ته ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د بېرته راغلو افغانانو شمېر ۵۵۰ زره کسانو ته رسېږي. هغه زیاته کړې ده چې دغه کډوال له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته راغلي دي. د خروټي په وینا، اوسمهال په پاکستان، ایران او نورو بهرنیو هېوادونو کې شاوخوا اووه میلیونه افغان کډوال اوسېږي او هڅې روانې دي چې د بېرته ستنېدو زمینه ورته برابره شي. هغه څرګنده کړې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته ۲۵۰ زره کورنیو بې ځایه شویو ته بېرته خپلو مېنو ته د ستنېدو شرایط برابر شوي دي او په دې برخه کې د دوی جدي هڅې لا هم دوام لري.
































