ملګري ملتونه وایي له اوکراین سلګونه زره وګړي کډه کولو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۶۵۰ زره کسان تر دې دمه له اوکراین کوچېدلي او ددې احتمال شته چې تر شاوخوا ۴ میلیونو پورې خلک د خپل ځان د ساتلو لپاره کډه شي. همدا راز یاده اداره وایي چې په اوکراین کې شاوخوا ۱۲ میلیونه وګړي خوندیتوب ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ بیا ددغه وضعیت د مدیریت لپاره د ۱،۲ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. دوی وايي نړیوال دې په دې سختو شرایطو کې د اوکرایني وګړو لاسنیوی وکړي او خوندیتوب ته یې دې جدي پاملرنه وکړي.
































