د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي د افغان مېرمنو د حقونو په اړه یې له بېلو اړخونو سره پراخ بحثونه لرلي دي. نوموړې وایي څو ورځې یې په دوحه کې تېرې کړې او هلته یې د ملګرو هېوادونو له استازو او قطري چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت او مېرمنو د حقونو پر خوندیتوب خبرې کړې دي. نوموړې وایي قطري مېرمنې د افغان مسلمانو مېرمنو لپاره ښه اولګو کېدلی شي چې دوی د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار کوي. رینا امیري ټینګار کوي چې په افغانستان کې باید مېرمنې د کار او زده کړو حق ولري او تر څنګ یې ددې اړتیا ده چې د دوی له استعدادونو او وړتیاوو د هېواد د پرمختګ لپاره استفاده وشي.
































