پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې په هېواد کې وروستۍ جګړې او د تاوتریخوالي دوام د جدي اندېښنې وړ دی. دده په خبره د جګړې شدت او دوام د سولې پر وړاندې پردۍ دسیسه ده او دوی نه غواړي چې دلته دایمي سوله او ثبات تامین شي. نوموړي په یوه اعلامیه کې په بلخ ولسوالۍ کې وروستی هوایي برید هم په کلکو ټکو غندلی دی. دده په خبره د ملکي وګړو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی او ښکېلو لورو ته په کار ده چې د خپلو خلکو د خوندیتابه او امنیت لپاره له جګړو لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي.
































