د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر مېک مکانل په تازه څرګندونو کې ویلي، چې بایډن له افغانستان د وتلو پر مهال پراخې تېروتنې کړې دي او مسوولیت یې هم پر ده دی. دده په وینا بایډن ددې مهم ماموریت د پای پر مهال د هېڅ جنرال او نظامي چارواکي څرګندونو او مشورو ته ارزښت نه ورکاوه. هغه وایي بایډن به ددې سترې تېروتنې لویه بیه پرې کړي ځکه په نړیواله کچه یې د امریکا باور زیانمن کړ او ښایي له دغه سیمې امریکا او ملاتړو ته یې ګواښونه جوړ شي. هغه وایي په سیمه کې اوسنۍ ناندرۍ او د افغانستان وضعیت هم ددې ښکارندويي کوي چې بایډن څومره تېروتنې کړې دي او ددې مهمې موضوع د مدیریت وړتیا یې نه لرله.
































