د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکا د کانګرس په ګډې غونډه کې ټول تمرکز د اوکراین او روسیې پر جګړې کړی دی او ویلي یې دی، چې امریکايي پوځیان تر اوسه پورې د اوکراین په جګړه کې نه دي ښکېل او نه به هم ځان ښکېل کړي. بایډن ویلي، که روسیې لودېځ لور ته د حرکت هڅه وکړه، نو بیا به د خپلو متحدینو د دفاع لپاره لاس پکار کېږي. بایډن زیاته کړې ده چې ده پر همدې بنسټ خپلو ځمکنیو، هوایي او سمندري ځواکونو ته د تیارسی امر کړی دی او ویلي یې دي چې که چېرته روسیې د پولنډ، رومانیا، لیټویا، لیتوانیا او ایستونیا په ګډون د ناټو غړو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړ نو باید دفاع ته یې ور ودانګي.
































