د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې امریکا به پر طا لبانو فشار راوړي څو د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. نوموړي زیاته کړې ده چې د معترضو ښځینه کارکوونکو او خبریالانو ناحقه نیونې او غچ اخیستل پای ته ورسوي. نوموړي ټینګار کړی دی چې په هر سکټور کې باید ټولو افغانانو ته د کار او زده کړې اجازه ورکړل شي. هغه څرګنده کړې ده چې امریکا او نړیواله ټولنه به پر طا لبانو تر هغه وخته پورې فشارونو ته دوام ورکړي څو چې یې د افغانانو ټولو حقونو ته د درناوی ژمنه نه وي کړې. که څه هم ا.ا تازه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې بشري حقونو ته د خپل حکومت د بشپړې ژمنتیا خبره کړې ده.