د روسیې د بهرنیو چار وزیر سرګې لاوروف ویلي چې که چېرته درېیمه نړیواله جګړه پېښه شي نو دا به یوه اټومي جګړه وي او سختې ویجاړۍ به رامنځته کړي. هغه زیاته کړې ده چې که چېرته اوکراین اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړ نو بې له شکه چې روسیه به له واقعي ګواښ سره مخ او دا چاره به د ټولې سیمې او نړۍ لپاره هم خطرناکه تمامه شي. هغه ټینګار کړی دی چې د روسیې اټومي ځواکونه په تیارسی حالت کې دي او د اړتیا په صورت کې به برید هم وکړي.
































