د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت او دلته د دایمي سولې او ثبات په اړه خبرې شوې دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د افغانستان په اړه خپل وروستی راپور غونډې ته وړاندې کړی دی. نوموړې ویلي چې په افغانستان کې یې د ژمي په اوږدو کې له میلیونونه وګړو سره بشردوستانه مرستې کړې دي. هغه وايي افغانان له ژمي ژوندي راووتل، خو اوس د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې د پایدارې اقتصادي ودې لپاره له دوی سره مرستې وکړي او په راتلونکې کې د داسې یوه وضعیت مخه ونیسي. هغې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل او بحثونو ته ادامه ورکړي. بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا له نوي حکومت غوښتي چې د خلکو د غوښتنو په مقابل کې نرمښت وښيي او د نړیوالې ټولنې غوښتنو او قوانینو ته درناوی وکړي، څو په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات راتګ ډاډمن شي.
































