شاوخوا ۲ زره افغانان د اوکراین له جګړې پولنډ ته کډه شوي دي. په پولنډ کې د افغانستان سفارت په تازه څرګندونو کې ویلي، شاوخوا ۲ زره افغانان چې په اوکراین کې هستوګن و، خو د وضعیت د ترینګلتیا له امله یې له دغه هېواد کډه کړې ده پولنډ ته رسېدلي دي. د افغانستان سفارت د پولنډ د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي چې له دغه افغانانو سره همکاري وکړي او یاد هېواد هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. افغان سفارت وایي دوی هڅه کوي چې راغلو افغانانو ته خوندي ځایونه برابر کړي او لومړنۍ مرستې ور ورسوي. دوی د پولنډ له حکومت هم د همکاریو له امله مننه کړې ده.
































