د جرمونو نړیوالې محکمې د اوکراین د جګړې په اړه د څېړنو پیلولو خبر ورکړی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د ګڼو هېوادونو د غوښتنې پر بنسټ دوی غواړي پر اوکراین د روسیې د یرغل او په دې لړ کې د شوو جنګي جنایتونو په اړه پلټنې پيل کړي. یاده محکمه وایي هڅه یې دا ده چې وکړی شي نړیوالو ته د اوکراین د جګړې پټ اړخونه روښانه کړي او په اړه یې خپله پرېکړه هم وکړي. تر دې وړاندې اوکراین د جرمونو نړیوالې محکمې ته د روسیې له یرغل شکایت کړی دی او ددې مسئلې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه يې کړې ده.
































