په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۲۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلو لابراتوارونو کې ۷۴۱ مشکوکې پېښې څېړلې دي. دده په خبره له دې ډلې ۲۸۱ یې مثبتې وې. په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۹۶۳ کسانو ته رسېدلی دی. همدا راز په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله پنځه ناروغان مړه شوي او ۳۶ کسه نور بېرته ترې جوړ شوي دي. په دې توګه د ټولو مړو شوو شمېر ۱۲۷ او د بېرته جوړو شوو کسانو شمېر ۶۱۰ ته رسېدلی دی.
































