د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ولسونه دې خپلې وسلې او مهمات په خپله خوښه دولت ته وسپاري. نوموړي زیاته کړې ده چې ډېری خلکو وسلې، مهمات او دولتي وسایط په کورونو کې له ځان سره ساتلي دي چې د امینتي ځواکونو د کور په کور پلټنې په ترڅ کې ډېری نیول شوي هم دي. نوموړي پر خلکو غږ کړی دی چې خلک دې دولتي وسلې، مهمات او موټرونه په خپله خوښه دولت ته وسپاري څو له ډېرو منډو ترړو خلاص شي. د یادونې ده چې نړیوالې ټولنې د ا.ا له لوري کور په کور تلاشي د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی خو ا.ا د کور په کور پلټنې عملیاتو پر دوام د ټینګار سربېره دا عملیات ګټور او د خلکو په خیر بولي.
































