د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د خپل راپور اورولو پر مهال ویلي چې نړیواله ټولنه ا.ا سره له تعامل پرته بله چاره نه لري. هغې زیاته کړې ده چې افغانستان له یوې مبهمې راتلونکې سره مخامخ دی او د دې لپاره چې دغه هېواد له اوسني وضعیت څخه ووځي نړۍ ته په کار ده چې د افغانستان په اړه ژر خپل تصمیم ونیسي او ا.ا سره تعامل وکړي. لاینز څرګنده کړې ده چې په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په ۳۹۷ ولسوالیو کې خلکو ته مرستې رسول شوې دي خو په خبره یې، دا مرستې د اوږدمهال لپاره کفایت نه کوي. هغې ټینګار کړی دی چې اوسمهال د افغانستان اقتصاد له ګواښ سره مخ دی او نړۍ باید نور دغه جګړه ځپلی هېواد یواځې پرې نه ږدي.
































