سعودي عربستان وایي افغانستان کې د ښځینه وو د زده کړو او تحصیل دوام ددغه هېواد په ګټه دی. په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان دایمي استازې لانا نصیبه ویلي، چې د ښځینه وو زده کړې او تحصیل له اسلام سره په ټکر کې نه دي او په افغانستان کې باید د روزنیزو او تحصیلي مرکزونو دروازې د تل لپاره د نجونو پر مخ پرانیستې وي. نوموړې همدا راز ویلي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په دې سختو شرایطو کې یې ملاتړ ته ادامه ورکوي. سعودي عربستان له افغان مېرمنو هم د ملاتړ ډاډ ورکړی دی او د مرستې ژمنه یې کړې ده.
































