د سکای نیوز د خبر له مخې د امریکا په زندانونو کې اوس یو شمېر زندانیان هڅه کوي، خپله ځان پر کرونا ناروغۍ اخته کړي، څو په دې پلمه ژر له زندان آزاد شي. په امریکا کې د یوه زندان د پولیسو مشر ویلي، زندانیان په خپلو خونو کې له یوه لوښي اوبه څښي او خپل ماسکونه سره شریکوي. دی وایي، چې له دې کار یوه اونۍ وروسته یې د زندانیانو معاینات کړي، چې د یو شمېر کسانو د معایناتو پایلې مثبتې وې. په امریکا کې په مارچ میاشت کې د کرونا د مخنیوي په موخه ګڼ شمېر زندانیان آزد شوي هم وو، چې ډېر یې ناروغ، عمر خوړلي کسان او تنکي ځوانان وو.
































