د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن ویلي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ډول د ماتې خوړونکو و. هغه زیاته کړې ده چې بایډن د افغانستان د بحران مدیریت کې پاتې راغی او په لوی لاس یې نړۍ ته وښوده چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده. ټرمپ څرګنده کړې چې بایډن د امریکا په زرګونو هغه متحدین هم په دغه هېواد کې په ډېر بد وضعیت کې یوازې پرېایښي دي چې په کلونو کلونو یې د هغوی مرسته کړې وه. هغه دغه راز پر ټایون د چین د برید په اړه هم څرګندونې کړې دي او ټینګار یې کړی دی چې ممکن ډېر ژر چین پر ټایوان برید وکړي او د اوکراین په څېر به د دې برید مسوول هم بایډن وي.
































