وروسته تر هغه چې ولسمشر جوبایډن په خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان په اړه هیڅ راز څرګندونې ونه کړې، امریکایي سیاستوالو د افغانستان په اړه د نوموړي چوپتیا پوښتوونکې وبلله خو سپینې ماڼۍ یادو نیوکو ته په اشارې ویلي چې بایډن وخت نه درلود څو د افغانستان پر موضوع مکث وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي زیاته کړې ده چې جوبایډن پر نورو مسائلو دومره بوخت و چې په یو ساعت کې یې د دغه هېواد پر ټولو مسائلو د خبرو لپاره وخت نه لاره. د یادونې ده چې جوبایډن په خپله کلنۍ وینا کې په عمده توګه پر کورنیو او بهرنیو مسائلو خبرې وکړې خو د افغانستان په اړه یې هیڅ هم ونه ویل. سرگئی ریابکوف معاون وزیر خارجه روسیه با بیان اینکه عملیات ویژه در اوکراین تا انتها ادامه میباید، اعلام کرد که تسلیم تهدیدهای آمریکا نمیشویم.
































