د امریکا د کانګرس دوو غړو اعلان کړی دی چې هېواد یې اوکراین ته ۲۰۰ د الوتکې ضد سټینګر توغندي استولي دي. د کانګرس دغو غړو د خپلو نومونو له اخیستو پرته ویلي چې امریکا اوکراین ته د ملاتړ ژمنه ورکړې ده او د یادې ژمنې د پوره کولو په موخه یې له دغه هېواد سره د ۲۰۰ سټینګرو په ګډون د وسلو مرسته دوام لري. د کانګرس دغو غړو زیاته کړې ده چې دا د هغې ۳۵۰ میلیون ډالري مرستې یوه برخه ده چې واشنګټن یې تېره جمعه له اوکراین سره ژمنه کړې وه.
































