هندي رسنۍ وایي، چې د کرونا ناروغۍ تر خپرېدو او قرنطین وروسته، ګڼ شمېر بهرني سیلانیان له هند څخه وتلي، چې په دې موده کې د جرمونو پېښې هم کمې شوې دي. د هند پولیس وایي، څو اونۍ کېږي، چې د نشه یي توکو د پېر او پلور او یا نورو جرمونو هېڅ کومه پېښه نه ده ثبت شوې. دوی وایي اوس په دې فکر کوي، چې له قرنطین وروسته هم باید دغه حالت وساتل شي او د جرمونو کچه همداسې را کمه شي. ګوا؛ د هند هغه سیمه ده چې یو نیم میلیون نفوس لري او په کلني ډول یو نیم میلیون سیلانیان له دې سیمې لیدنه کوي، چې ډېری یې د نشه یي توکو د کارو بار او کارولو په نیت دغه سیمې ته ورځي او هر کال یو زیات شمېر کسان په دې ډول جرمونو نیول کېږي.
































