د امریکا د سپټمبر د ۱۱مې پيښې د قربانیانو کورنیو له خپل حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي. له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته طا لبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل خو امریکا په خپلو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا اوه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړه .د ډي انټرسیپټ په نامه د یوې امریکایۍ ویب پاڼې د خبر له مخې، د یادې پيښې د قربانیانو کورنیو د امریکا له حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان یادې پيسې خوشې کړي، څو هلته خلک له لوږې مړه نه شي. دوی ویلي، چې دغه کار اخلاقي اړتیا لري، دغه راز د امریکا د ملي امنیت په ګټه هم ده، څو افغانستان له بشپړې تباهۍ وژغورل شي. د دوی په خبره د بایډن حکومت باید لوړه حوصله لرلی وای، دا چې د ا پيسې د طا لبانو نه دي، باید عامو افغانانو ته یې ورکړې وای. د یادې پېښې قربانیانو دغه راز ویلي، چې د بایډن حکومت د سیاسي فشار له ویرې د افغانانو یادې پيسې نه خوشې کوي. د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د بایډن دې پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او افغانان د دې غوښتونکي دي چې دغه شتمني ازاده شي او د افغانستان د راتلونکې لپاره وساتل شي.
































