د پکتیا د ډنډې پټان ولسوالۍ د خروټو کلي په جامع جومات کې ماین چاودنې درې کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي. د پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مولوي کرامت وایي، یاده چاودنه د ډنډې پټان ولسوالۍ د خروټو کلي په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته د خلکو د راوتلو پر مهال را منځ ته شوې، چې له کبله یې ۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. نوموړی وايي د پېښې ټپيان د سیمې روغتون ته رسول شوي چې د ځینو وضعیت ښه نه دی. تر اوسه پورې کوم لوري ددې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
































