د پېښور ښار په يو جومات کې د چاودنې له امله ۳۰ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي او تر ۵۰ زیات ټپيان دي. راپورونه وايي چې د پېښور ښار قيصه خوانۍ سيمې رسالدار کوڅې په يو جومات کې د دغې چاودنې له امله ۳۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپيان دي. د پېښې په سيمه کې پوليسو رسنيو ته ويلي دي چې وسله والو بريدګرو لومړی په پوليسو ډزې وکړې او له هغې وروسته يو تن ځانمرګی بریدګر جومات ته ننوتی او ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړې ده. امنيتي چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه ټپيان روغتون ته انتقال شوي او سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده. تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
































